Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په 'نیو سټارټ' اټومي تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو

د روسیې د پارلمان یا دوما په ولسي جرګه کې وکیلانو په غوڅ اکثریت هغه اقدام ته رایه ورکړه چې د 'نیو سټارټ' په نوم د اټومي وسلو په تړون کې د روسیې غړیتوب ځنډوي.


یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دوما له لارې ملت ته په وینا کې دغه اقدام اعلان کړ.


دا د نړۍ د دغو دوو ځواکمنو هېوادونو، روسیې او امریکا ترمنځ د اټومي وسلو وروستی تړون و چې تراوسه پاتې و.


د دغه تړون له مخې دواړه هېوادونه باید پر اټومي سروکو سمبالې د خپلو فعالو ستراتیژیکو وسلو شمېر تر۱۵۵۰ پورې محدود وساتي او هم له اوو سوو زیات بالستیک قاره ویشتونکي فعال میزایل او ستراتیژیکې بم غورځونکې الوتکې ونه لري.


مسکو او واشنګټن دواړو یو بل له دغه تړون څخه په سرغړونه ملامت کړي دي.


د دغه تړون له ځنډېډو سره د نړیوالو اندېښنې په تېره پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل سره زیاتې شوي دي.


په دې اړه هېڅ شک نه و چې وکیلان به دغه سند ته رایه ورنه کړي ځکه د روسیې د پارلمان یا دوما رییس ویچسلاو وولودین له رایې اخیستو مخکې ویلي و چې د دغه اقدام په وړاندې به هېڅوک منفي رایه ورنه کړي.


ټاکل شوې چې د دوما د مشرانو جرګه نن د ورځې په وروستیو کې دغه قانوني مسوده تصویب او له هغې وروسته به یې ولسمشر ولادمیر پوتین توشېح کړي.


د دوما یو شمېر غړي د پوتین له څرګندونو سره همغږي شوي وو چې واشنګټن یې له دغه تړون څخه په سرغړونه تورن کړی دی.


د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف چې اوس د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیالي ورله غاړې ده، وویل، دغه تړون ډېر مخکې خپل اعتبار له لاسه ورکړی ځکه د ده په خبره متحدو ایالتونو او ناتو د روسیې پر وړاندې جګړه پیل کړې ده.


د امریکا ولسمشر جو بایډن په هماغه ورځ چې پوتین وینا کوله، د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې له اوکراین څخه خپل پیاوړی ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د روسیې د پراخ یرغل په وړاندې به د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.




د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پوتین پر دغه اقدام ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې غیرمسوولانه بللی دی.


د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پوتین پر دغې پرېکړې خواشینې څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې مسکو به پر خپلې پرېکړې غور وکړي.


هغه زیاته کړې چې په دغه اقدام سره پر وسلو د کنټرول ټول میکانیزم له منځه تللی.



نیو سټارټ تړون په ۲۰۱۰ کال لاسلیک شو او د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې څو ورځې مخکې له دې چې اعتبار یې پای ته ورسېږي مسکو او واشڼګټن هغه د پنځو نورو کلونو لپاره تمدید کړ.


خو د تېر کال په اګسټ کې روسیې متحدو ایالتونو ته خبر ورکړ چې د دغه تړون پر اساس د روسیې له اټومي وسلو څخه د امریکا پلټنه یې بنده کړې او لامل یې هم په اکراین کې د جګړې پر سر پر مسکو د لوېدیځ بندیزونه او هم د ویزې محدودیتونه بللي وو چې د مسکو په وینا د امریکا له ورته تاسیساتو د روسیې د څارونکو چارې یې له خنډ سره مخامخ کړي دي.


په پام کې وه چې د دغه تړون پر سر مسکو او واشنګټن د تېر نومبر په میاشت کې خبرې وکړي، خو روسیې په یو اړخیز ډول هغه په وروستیو شېبو کې لغوه کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *