د اردن پاچا له امريکا د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې
د اردن پاچا عبدالله د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین سره د کتنې پر مهال ویلي، چې اردن د سوریې پر پوله د مخدره موادو د قاچاق وړونکو په وړاندې د مبارزې لپاره مرستې ته اړ دی.
د اردن پاچا پرون یکشنبه په عمان کې له اسټین سره په کتنه کې د سوریې په جنوب کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشهو د حضور په اړه د خپل هېواد پر اندېښنو خبرې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ عمان ته ورسېد او تمه کېږي اسرائیل ته د سفر پر مهال د هغه هېواد پر مشرانو فشار راولي، چې په لوېدیځه غاړه کې کړکېچ کم کړي.
اسټین به وروسته مصر ته ځي.
د امریکا یوه دفاعي چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې ویلي، اسټین به له منځني ختیځ د امریکا د ملاتړ تعهد څرګند کړي او ډاډ به ورکړي، چې امریکا به د دوی دفاع ته ژمن پاتې وي.
په سیمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو شا و خوا ۳۰زره پوځیان دېره دي، چې ویل کېږي هدف یې د ایران د نفوذ له مخنیوي سره مرسته ده.