زده کوونکو په پېښور پوهنتون کې د امنيت لپاره مظاهره کړې ده
![زده کوونکو په پېښور پوهنتون کې د امنيت لپاره مظاهره کړې ده](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-6d1e-08db1efb4887_tv_w800_h450.jpg)
د پېښور پوهنتون زده کوونکي د مارچ پر اوومه نېټه د احتجاج په توګه له ټولګيو څخه بايکاټ وکړاو په مظاهره کي يې په پوهنتون کې امنيت غوښتنه وکړه. دا احتجاج تر هغې وروسته شوی چې د مارچ پر پينځمه د پېښور پوهنتون يوه امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنیت لپاره د سېګما په نامه شخصي کمپنۍ (شرکت) یو مشر ثقلین بنګښ وواژه.