د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د سیالیو لپاره قطر ته تللي
د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د سنوکر د اسیايي سیالیو په ۳۷ پړاو کې د ګډون په موخه قطر ته تللي دي.
د افغانستان بدني روزنې او المپیک ادارې د نشراتو مسوول اتل مشواڼي ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي چې د افغانستان په استازولۍ په دې سیالیو کې د سنوکر دوه ملي لوبغاړي صالح محمد صالح او رییس خان سنزی ګډون کوي.
د نوموړي په وینا چې له دې لوبغاړو سره د بدني روزنې ریاست یو استازی او یو بل تن د پلاوي په توګه استول شوي دي.
د ویلو ده چې د سنوکر اسیايي سیالیو یاد پړاو به په راتلونکو دوه ورځو کې پیل شي.