په ازبکستان کې د اساسي قانون د اصلاحاتو لپاره د ټولپوښتنې طرحه تایید شوه
دغه ټولپوښتنه د اپرېل میاشتې دېرشمې ته په پام کې ده.
د ازبکستان چارواکي وايي، که په اساسي قانون کې تازه تعدیلات تایید شي، د ولسمشر میرضیایف دوې تېرې دورې صفر کېږي او په دوو نورو قانوني دورو کې ځان کاندیدولی شي.
په پېشنهادي مسوده کې د ولسمشرۍ دوره له پنځو کلونو اوو کلونو ته زیاتېږي.
د میرضیایف د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره راتلونکی کال ختمېږي.
د ټولپوښتنې مسوده په ۱۳۲ موافقو رایو سره تایید شوه، د پارلمان دوو غړو له رایې ورکولو ډډه وکړه.