Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

حمیدحسن د افغان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکېنی چټک توپ اچونکی حمیدحسن د همدې لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه په دنده ګومارل شوی دی.


کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ښاغلي حسن له نړیوال کرکټ لاس په سر شو.


کرکټ بورډ وايي چې حمید حسن به له پاکستان سره د ۳ شل اوریزو لوبو په لړۍ کې یوځای شي او تر لومړۍ لوبې وړاندې به ورته د مخه ښې مراسم هم ترسره شي.


یادې ادارې هیله ښودلې ده چې د حسن په راتګ سره به د افغانستان د چټکې توپ اچونې برخه لا غښتلې او پیاوړې شي.


حمید حسن چې د افغانستان ملي لوبډلې له جوړېدو تر دې دمه کرکټ وکړ، کرکټ څارونکي یې د افغانستان په چټکو توپ اچونکو کې بې ساری بولي.


نوموړي له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې د افغانستان لپاره نړیوالې سیالۍ ترسره کړي دي.


هغه په ۳۸ نړیوالو یو ورځنیو او ۲۵ شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده.


حسن په ۳۸ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ۵۹ او په ۲۵ شل اوریزو سیالیو کې ۳۵ ویکټې اخستې دي.


دغه راز یې په ۱۵ فرسټ کلاس او ۵۵ لیسټ ای سیالیو کې ۱۵۶ ویکټې ترلاسه کړې دي.


کرکټ بورډ د حمید حسن له قوله لیکلي چې نوموړي له کرکټ لوبې سره د مخه ښې او د ملي لوبډلې د توپ اچونې د نوي روزونکي په توګه د ټاکل کېدو په اړه ویلي چې کرکټ د هغه د ژوند په تېرو دوه-درې لسیزو کې لویه برخه وه او د دې لوبې پرېښودل ورته ستونزمنه پرېکړه وه.


هغه زياته کړې: "کرکټ زما د ژوند ستره برخه ده او دا زما لپاره ډېره سخته پرېکړه ده چې له کرکټ لوبې چې زه ورسره ډېره مینه لرم، مخه ښه کوم. زه دا پرېکړه د خپل هېواد او د خپلې ملي لوبډلې د ښه والي لپاره اخلم."


 حسن دغه راز ویلي: "په عین وخت کې خوشحاله یم چې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې چې ما ورسره د لوبیز ژوند له هرې شېبې خوند اخیستی، د توپ اچونې د روزونکي په توګه کار کوم. ما په تېرو څو کلونو کې د خپلې ملي لوبډلې توپ اچوونکي له نږدې څارلي او هڅه به کوم چې د افغان لوبډلې د چټکې توپ اچونې برخه هم د ورو توپ اچونې په څېر پیاوړې کړم."


د ویلو ده چې حمید حسن تر دې وړاندې هم په څو سفرونو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د توپ اچونې د روزونکي په توګه پاتې شوی او د دې ترڅنګ یې په نړیوالو سیالیو کې د مبصر په توګه هم برخه اخستې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *