د کډوالۍ نړیوال سازمان: راستنېدونکي افغانان تر ټولو زیانګالې ډلې دي
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، راستنېدونکي افغانان تر ټولو زیانګالې ډلې دي.
دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د دوی ډلو په تېره فبروري میاشت کې د ننګرهار په تورخم کې ۴۴۰ کورنیو ته نقدي او طبي مرستې برابرې کړي او د کور د اړتیا وړ لوازم یې ورکړي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د روان کال د فبروري له ۱۲مې تر ۲۵مې پورې ۲زره ۷۷۲ بې اسناده افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په وروستیو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او حتی د اسنادو لرونکو افغانانو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.