برېتانيا کې د زرګونه څراغونو په بلېدو د روژې د راتګ هرکلی وشو
![برېتانيا کې د زرګونه څراغونو په بلېدو د روژې د راتګ هرکلی وشو](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-f14a-08db2ae913a6_w800_h450.jpg)
په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې دېرش زره څراغونه بل شول.
د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور لهمخې، دا لومړی ځل دی چې یوه اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت داسې ننداره ترسره کېږي.
د لندن ښاروال صادق خان چې خپله هم مسلمان دی، تېر ماښام د دغو څراغونو بټن کېکاږله.
دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) لهخوا رهبري شوی دی او لګښت یې له خلکو اخیستل شوی.
نن د مارچ ۲۳مه په اسلامي نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ ده.