د روسیې، ترکیې، سوریې او ایران جګپوړو ډیپلوماتانو غونډه پای ته رسېدلې
د روسیې، ترکیې، سوریې او ایران جګپوړو ډیپلوماتانو پرون په مسکو کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله.
دا غونډه کریملین د هغو هڅو په ترڅ کې رابللې وه چې، هدف یې د ترکیې او سوریې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره منځګړتوب و.
د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو وویل، ډيپلوماتانو د څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې غونډې د جوړېدو د تیاریو په اړه بحث وکړ.
مسکو دا سلا مشورې خورا شفافې او مستقیمې بللي او انقرې ویلي چې پروني بحثونه په یوه شفافه او واضحه طریقه ترسره شول خو جزییات یې ورنهکړل.