د هند په پنجاب کې د ګازو لیک کېدو له کبله د مړو شمېر ۱۱ کسانو ته رسېدلی
د هند په شمالي ایالت پنجاب کې د ګازو د لیک کېدو له کبله د مړو شمېر ۱۱ ته زیات شو.
چارواکي وايي، څلور کسان د ګاز نیولو له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.
د هند اې این آی خبري اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی چې د افتونو پر وړاندې د اقدام ملي ډله د پېښې ساحې لودهیانا ته رسېدلې ده.
پېښه په یوه صنعتي سیمه کې شوې ده.
په هغه ویډیو چې اژانس خپره کړې د پولیسو چارواکي په داسې حال کې چې ماسکونه یې پرمخونو دي د ګزمې په حال کې دي او له ځايي اوسېدونکو د پېښې په باب پوښتنې ګروېږنې کوي.