امريکا له مصر سره سوډان کې د اوربند پر تمديد خبرې کړي
په سوډان کې د جګړې ښکېلو لوریو پرون موافقه وکړه چې سر له پنجشبې به د یوې اوونۍ په مخه اوربند کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر وایي، ښاغلیو بلېنکن او شکري پرون د ټليفوني مکالمې پر مهال موافقه وکړه چې په سوډان کې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره دې واشنګټن او قاهره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.