Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طب پوهنځي يو شمېر محصلانې اګزيټ ازموينه کې د نه ګډون له امله اندېښمنې دي

د طب پوهنځي یو شمېر محصلانې وایي، دا چې د تخصص او اکمال تخصص له ازموینو پاتې دي ډېرې اندېښمنې دي.


د طب پوهنځي يوه محصله چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: "دا واقعاً د انسان په روان باندې اغېز کوي ځکه چې مسلکي پرمختګ نه‌لرې، نه‌شې کولای هېڅ ډول کار وکړې."


دا محصله وایي، هیله یې درلوده چې د اګزیټ او اکمال تخصص ازموینه ورکړي، خو په خبره دا ارمان یې پوره نه‌شو.


نوموړې وایي، که څه هم طالبانو هلکانو ته د اکمال تخصص ازموینې د نوملیکنې نېټه اعلان کړې، خو په خبره یې د نجونو له اګزیت ازموینې کوم خبر نه‌شته.


دا محصله وايي: "د اګزیټ ازموینې نه اخیستل د طبي ټولنې لپاره یوه لویه ضایعه ده. په وروستیو کلونو کې هغه نجونو چې د اګزیټ ازموینه یې نه‌ده ورکړي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. تېر کال ډېرې محصلینې دې ته په تمه وې چې د نارینه وو ورونو سره به یوځای ازموینه ورکړي، خو دا هیله یې پوره نه‌شوه، نارینو ازموینه ورکړه، خو موږ نجونې پاتې شوو."


اسما د طب پوهنځي یوه بله محصله ده.


هغې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د طالبانو د حکومت دا کړنه غیرعادلانه ده چې یوازې له نارینه وو څخه ازموینه اخلي او ښځینه محصلانې له ازموینې بې برخې کوي.


نوموړې وايي: "موږ ته ویل کېږي چې موږ په کال کې دوه د اګزیت ازموینې اخلو، که زر دغه ازموینې هم واخلي، خو یوازې یو قشر ته دي، دا اصلاً عادلانه نه‌ده، ځکه موږ برابر درس ویلی. فکر وکړئ هغه کسان چې اګزیټ ازموینه ورنه‌کړي، تخصص ته لاره نه‌شي موندلی. اوس موږ چمتوالی نیولی، خو له موږ ازموینه نه اخیستل کېږي، دا عادلانه نه‌ده."


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په اګزیت ازموینه کې بریالي شوي کسان دې د اکمال تخصص ازموینې ته نوملیکنه وکړي.


په اعلامیې کې راغلي چې دا کسان د غویي میاشتې تر ۲۴مې پورې نوملیکنه کولای شي.


دغه راز سږ کال د اګزیټ ازموینه کې ګډون کوونکي یوازې نارینه وو او نجونې فارغانې تر دې دمه له دې ازموینې محرومې ګرځول شوي.


طالبانو سږ کال د روان کال د فبروري په ۱۸مه د نارینه وو کاندیدانو څخه د اګزیټ ازموینه واخیسته، په دې ازموینه کې ۷ زره او ۵۰ تنو ګډون کړی وو.




د طالبانو د حکومت د طبي شورا مسوولانو هغه وخت اعلان کړی وو چې ۲۷۰۰ ښځینه کاندیدانې کولای شي د طرزالعمل تر وروستي کېدو ازموینه ورکړي.


خو له طب پوهنځي د فارغو شویو ښځینه محصلانو په خبره، تر اوسه د دوی د ازموینې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان که څه هم ژمنه کړې وه چې، په دې اړه به د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب وايي، خو له ژمنې سره یې هم د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم د طالبانو له حکومته غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د نجونو د اګزیټ ازموینې نېټه اعلان کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *