د ملګرو ملتونو متخصصانو د طالبانو د سترې محکمې وروستۍ پرېکړې ته اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو متخصصانو د قصاص، سنګسار او د دُرو وهلو د حکم په اړه د طالبانو د سترې محکمې په وروستي اعلان اندېښنه ښکاره کړه.
دوی پرون پنجشنیې په یوه بیان کې وویل، دا ډول سزاوې غیرانساني، ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف دي.
دوی د محاکمې د عادلانه توب په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده.
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني پرون پنجشنبې وویل، د طالبانو محکمو د قصاص نږدې ۱۷۵ او د سنګسار ۳۷ حکمونه صادر کړي دي.
د حقاني په وینا، دوی همداراز پرېکړه کړې چې د بدعملۍ په جرم پر څلور تنو دېوال چپه کړي.