په هند کې د افغانستان سفارت د بدلون په اړه ضد او نقیض څرګندونې
په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهېل شاهين په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د دوی له لوري د نوي شارژدافېر د معرفي کېدو خبر ورکوي، خو د افغانستان سفارت بیا دا خبره رد کړه.
په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټول ډيپلوماتان یې خپلو دندو ته دوام ورکوي.
د سفارت په اعلامیه کې چې د دوی په رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې سفارت کې د بدلون خبرونه افواهات بلل شوي دي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین دوشنبې ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "قادرشاه، چې هلته یې سفارت کې کار کاوه، د اوس لپاره شارژدافیر ټاکل شوی."
قادرشاه د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند هم پاتې شوی دی.
مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی بریتانیا ته تللی او د هند حکومت ډیلي ته د بېرته تګ اجازه نه ده ورکړې.
خو د هند حکومت تراوسه پورې رسماً څه نه دي ویلي.