والیبال؛ کام ایر لوبډله د اسیا اتلو کلبونو په جام کې له مخکې تګ پاتې شوه
د کام ایر د والیبال لوبډلې په درېیمې سیالۍ کې د عراق له استازي کلب څخه هم ماتې وخوړه او په دې سره د اسیا اتلو کلبونو په سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه.
کام ایر لوبډلې خپلې لومړنۍ دوه لوبې د ایران او چین هېوادونو کلبونو ته بایللې وې.
د کام ایر د والیبال لوبډله د افغانستان له نوموتو کلبونو څخه ده او دا یې لومړی ځل دی چې د اسیا د اتلو کلبونو په سیالیو کې برخه اخلي.
په یادو سیالیو کې د ایران، جاپان، اسټرالیا، قزاقستان، عراق، کوریا او بحرین کلبونه تر نورو ښه لوبیدلي او ډېرې نومرې لري.
د ویلو ده چې د افغانستان استازی کلب به د مې په ۱۸مه نېټه خپله څلورمه سیالي له قزاقستان او د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه وروستۍ سیالي له هانګ کانګ لوبډلو سره ترسره کړي.