عمران خان: پولیسو مې کور کلابند کړی
د پاکستان مخکیني صدراعظم وايي، پولیسو یې کور کلابند کړی او دی وېرېږي چې بیا به ونیول شي. عمران خان دا څرګندونې نن وروسته له هغه وکړې چې حکومت ده ته خبرداری ورکړ چې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې د پوځ پر تاسیساتو په حملو تورن کسان وسپاري. د اسلام اباد لویې محکمې نن له دې مخکې په ضمانت سره د عمران خان د خوشې کېدو د حکم اعتبار د روانې مې میاشتې تر پايه تمدید کړ. دې محکمې د می په نهمه د فساد د یوې قضیې په اړوند د عمران خان له نیول کېدو او د هغه په دوام له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته د تېرې جمعې په ورځ نوموړی په ضمانت خوشې کړ. Читать дальше...