اوچا: لوکسامبورګ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳۵۰ زره ایرو مرسته کړې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره د لوکسامبورګ د نوې مرستې خبرې ورکوي.
اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې لوکسامبورګ له دې صندوق سره د درې نیم سوه زره ایرو نوې مرسته کړې ده.
اوچا ویلي، دې هېواد له ۲۰۲۰ م کال راهیسې د بشري مرستو له دې صندوق سره په منظم ډول مرسته کړې چې د بسپنې اندازه یې یو ميلیون او ۵۸۰ زره ایرو ته رسېږي.
اوچا له دې مخکې ویلي و چې روان ۲۰۲۳ کال د افغانستان د نفوس دوه په درېیمه برخه یعنې ۲۸ ميلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د بشري مرستو د پلان د عملي کېدو لپاره روان کال د ۴،۶ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې چې د وروستیو شمېرو له مخې د دې کال د لومړۍ ربعې تر پایه یوازې دوه نیم سوه ميلیون ډالره ترلاسه شوي چې دا د ټولو غوښتل شویو پیسو څه کم پنځه نیم سلنه ده.