حيدر خلجی وايي په سندرو کې د سولې او مينې پيغامونه ورکوي
![حيدر خلجی وايي په سندرو کې د سولې او مينې پيغامونه ورکوي](https://gdb.rferl.org/eafd7b94-5a28-4738-b76f-6e78363ddc7e_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د بلوچستان د کوټې يو ځوان سندرغاړی حيدر خلجی دی. نوموړی له ۲۰۱۷ز راهيسې سندرې وايي. د ده په خبره، د موسيقۍ زده کړې هم په کوټه کې له يوه استاده کوي او هڅه يې ده چې د ولسي سندرو ترڅنګ غزل ويل هم زده کړي. خلجۍ زياتوي د هنر موخه يې د پښتو ژبې خدمت او پښتنو ته د سولې او مينې پيغامونه ورکول دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.