شهباز شریف پېښور کې د رېډیو پاکستان د ودانۍ د سمدستي بیارغونې امر کړی دی
![شهباز شریف پېښور کې د رېډیو پاکستان د ودانۍ د سمدستي بیارغونې امر کړی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-b15e-08db5449b391_w800_h450.jpg)
شهباز شریف حکومتي دریځ تکرار کړ چې رېډیو پاکستان او نورو حکومتي او پوځي ودانیو ته زیان رسوونکي به د قانون منګولو ته سپاري. "چې کومو خلکو دا شرمناک کار کړی دی، په هغو او ترهګرو کې هېڅ توپیر نه شته."