په ارزګان کې یو قومي مشر وژل شوی
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ارزګان د والي ویاند احسان الله احسان ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب الله عرفاني په نوم دغه قومي مشر تېره شپه د په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله وژل شوی دی.
د هغه په وينا، د دې پېښې په تړاو يو شمېر کسان هم نيول شوي دي.
ده ونه ویل چې څومره کسان نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښو کې خلکو ته مرګژوبلې اوښتي.