Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ریچارډ بېنیټ په لغمان کې د طالبانو له‌خوا د یوه کس اعدام 'ظالمانه او ناانساني' وباله

د افغانستان د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د طالبانو د حکومت له خوا په لغمان ولایت کې د اعدام تطبیق 'ظالمانه او ناانساني' بولي.


طالبانو د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې د محمد اجمل په نوم یو کس د یوې کورنۍ د پنځو غړو د وژلو په جرم په عام محضر کې اعدام کړ.




ریچارډ بېنیټ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو دغه عمل غندي.


بېنیټ دا هم وویل، چې دا یوازې د غیرقانوني اعدامونو او له افغانستان سره د لاسلیک شویو ژمنو د ماتولو یوه بېلګه ده.


نوموړي ویلي: "دا یوازې یوه بېلګه ده. د غیرقانوني اعدامونو، شکنجو، خپلسري نیولو، له اعتراض کوونکو سره ناوړه چلند، د مدني ټولنې له فعالانو او مدني ټولنې سره د ناوړه چلند ډېرې نورې بېلګې هم شته، مدني ټولنه او محدودیتونه شتون لري."


د ملګرو ملتونو دغه استازي د اکټوبر په میاشت کې افغانستان ته د وضعیت د ارزونې په موخه سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې پر خبرو سربېره په یو شمېر ولایتونو کې د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او عامو خلکو سره هم وکتل.


هغه وايي، طالبانو ته يې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د تامين لپاره ډېر وړانديزونه کړي دي.


که څه هم د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خود روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا کې بېنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د طالبانو پر اوسني حکومت سختې نیوکې وکړې، چې د طالبانو د حکومت له خوا د دوی په ضد پروپاګند وبلل شول.


د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تطبیق شوي قوانين اسلامي بولي او ادعا کوي چې پر ضد یې اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.




خو ریچارډ بېنیټ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، دوی شرعي قوانینو ته بې احترامي نه کوي، خو هغه ټینګار کوي چې د محاکمې او تحقیقاتو بهیر ته په پام سره داسې مسایل شته، چې په بشپړ ډول د دغو اعدامونو خلاف دي.


خو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د سې شنبې په ورځ د اجمل په نوم یو تن چې طالبان یې 'قصاص' بولي، څنګه عملي شو؟


د دې پېښې یوه عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل، چې دی او په زرګونو نورو کسانو د سه شنبې په سهار د طالبانو له خوا د یاد کس د اعدام شاهدان وو.


نوموړي د موضوع د حساسيت او امنيتي ننګونو له امله د نوم د نه افشا کېدو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې يوه طالب له درې مترۍ لرې واټن څخه یاد کس په ډزو وویشته.


هغه زیاته کړه: : "بلاخره لس بجې شاوخوا وې چې بندي کس یې راوسته، ساحې ته یې راوسته، د هغه کورنۍ چې کسان یې وژل شوي وو، ډېر عذرونه ورته وشول، چې معاف یې کړي، چا معاف نه کړ، بیا مشران یې ولېږل. بیا یو مخ پټی کس راغی، هغه یې کېنوه، شپږ که اووه فیر یې ورباندې وکړ او ځای په ځای وویشتل شو."


دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو د حکومت له خوا دا دویم اعدام دی چې په عام محضر کې ترسره کېږي.


د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې دوی په شاوخوا ۱۷۵ کسانو د اعدام حکم صادر کړی او عملي کولو ته یې ژمن دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *