Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان د ښځو پر وړاندې د تبعیض له اړخه تر ټولو بد هېواد وبلل شو

د نړۍ اقتصادي فورم افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد بللی، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض په کې ډېر دی.


د نړۍ اقتصادي فورم په ۲۰۲۳م کال کې د زده کړو او اقتصادي او سیاسي مشارکت په برخو کې د ښځو د ونډې په اړه په خپل نوي راپور کې چې د جون په ۲۰مه یې خپور کړی، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تبعیض له اړخه تر ټولو بد هېواد بللی دی.


د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د نړۍ د اقتصادي فورم په راپور کې افغانستان د ۱۴۶ هېوادونو په لست کې وروستی هېواد دی.


د دې راپور پر بنسټ د ۱۴۶ هېوادونو له ډلې ۱۱۷ یې په دې بریالي شوي چې په ۲۰۲۳ کال کې تر ۹۵ سلنې د جنسیتي نابرابرۍ ستونزه حل کړي، خو افغانستان یوازېنی هېواد دی چې په تر ټولو ټيټه درجه کې راغلی دی.


د دې راپور پر بنسټ په نړۍ کې ښځې د سړیو په پرتله لوړو بستونو، مدیریت او د قانون جوړونې کچې ته د رسېدو کم فرصتونه لري.


د نړۍ د اقتصادي فورم د راپور له مخې د جنسیتي برابرۍ د جدول وروستي لس هېوادونه د افریقا د جنوب صحرا، پاکستان او الجزایر په ګډون هغه هېوادونه دي چې ۵ سلنه لوړو او تخصصي بستونه یې ښځې تشکیلوي.


د ښځو د حقونو یوه فعاله لیلا بسیم هم وايي، په وروستیو کې افغان ښځې له جنسیتي تبعیضونو سره مخ دي او له خپلو ډېرو حقونو محرومې شوې دي.


نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "نن د طالبانو په واکمني کې ښځې د زده کړو، کار، بیان ازادي او د ټولنیز مشارکت حقونه نه لري، حتی د خپل برخلیک د ټاکلو حق نه لري چې دا ښيي په افغانستان کې ښځې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له جنسیتي تبعیض او جنسیتي اپارټایډ سره مخ دي او د طالبانو لخوا پرې اعمالېږي."


د طالبانو حکومت ویاندویانو که څه هم د نړۍ د اقتصادي فورم د ادعا په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې مخکې یې ورته څرګندونې رد کړې وې.


د نړۍ اقتصادي فورم داسې مهال افغانستان د ښځو په وړاندې د تبعیض په برخه کې مخکښ هېواد بولي، چې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا هم له طالبانو وغوښتل چې په ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.


نوموړې وویل، طالبانو ته یې ویلي، که د نجونو او ښځو د کار او زده کړو په ګډون یو شمېر محدودونکي فرمانونه لغوه نه‌کړي، د رسمیت پېژندنې امکان یې نه‌شته.




د طالبانو له واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو او له پوهنتونونو او ښځې په دولتي او نادولتي ادارو کې له کاره منع شوي او ډېر نور محدودیتونه هم پرې لګېدلي دي.


که څه هم ګڼو نړیوالو بنسټونو او چارواکو د دې بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو دا د افغانستان کورني مسایل بللي او لا یې په دې برخو کې خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *