وسله والو په پېښور کې یو سېک وژلی
د پاکستان پولیس وایي، وسله والو کسانو په پېښور کې د سیک لږکیو یو غړی تېره شپه د چړې په وسیله وژلی دی.
د پولیسو یوه افسر ګوهر خان ویلي، پر دغه وګړي چې من موهن سنګ نومېږي، برید یو هدفي قتل ته ورته معلومېږي.
د هغه په خبره، پولیسو د پېښې د انګېزې په اړه پلټنې پيل کړي دي.
د پولیسو دغه چارواکي ویلي، برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي.
د برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.