د جولای درېيمه په نړۍ کې تر ټولو توده ورځ ثبت شوه
د دې اوونۍ د دوشنبې ورځ، چې د جولای ۳یمه وه، په نړۍ کې تر ټولو توده ورځ ثبت شوه.
د امریکا د چاپېریال د اټکل د ملي مرکز د معلوماتو پر اساس، په دې ورځ په نړۍ کې د هوا د تودوخې متوسطه درجه د سانتي ګراد تر مثبت ۱۷ واوښته چې دا تر مخکېني ریکارډ چې د ۲۰۱۶ په اګست کې څه کم اوولس درجې ثبت شوی و، لوړه ده.
په دې ورځ حتی په انترکتیکا کې چې اوس هلته ژمی دی، د تودوخې درجه لوړه وه.
په وروستیو اوونیو کې په اروپايي هېوادونو کې د تودوخې درجه په بې ساري ډول لوړه وه.
تېره جون میاشت د بریتانیا لپاره تر ټولو توده میاشت وه او په هند کې بیا د ګرمۍ له کبله په جون کې نږدې ۱۷۰ تنه مړه او سلګونه نور په روغتونونو کې بستر شول.