د کندهار په شاوليکوټ کې د يو سپين ږيري جسد موندل شوی
د دې سپین ږیري د مړینې لامل، هويت او خپلوان يې نه دي معلوم او دا مهال یې جسد د شاه وليکوټ ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې پروت دی.
د کندهار لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.