Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر معترضې مېرمنې: په هېڅ صورت د طالبانو د حکومت منلو ته چمتو نه یو

په کابل کې یو شمېر معترضو مېرمنو په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې دوی په هېڅ صورت د طالبانو د حکومت منلو ته چمتو نه دي.


صنم د 'افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون' غورځنګ غړې چې د یکشنبې په ورځ یې په یوه سرپټي ځای کې د خپلو همکارانو سره په ګډه یو اعتراض کې ګډون کړی.


نوموړې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي.


صنم وايي، په دغه اعتراض کې يې له ګډون هدف د طالبانو هغې پرېکړې ته چې ښځې یې له کار راګرځولي او د نجونو پر زده‌کړو یې بنديزونه لګولي او په خبره یې دغه شان له طالبانو د ملاتړ او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د برخلیک په تړاو د امريکا دوه مخي سياست ته نه ویل دي.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دوی هيڅکله د طالبانو د حکومت منلو ته چمتو نه‌دي.


اغلې صنم وايي: "کارکوونکې ښځې د خپل کور ډوډۍ راوړونکي دي، ټولې بې روزګاره شوې. طالبانو زموږ افغانو ښځو لپاره ژوند دوزخ کړی. موږ لوستې مېرمنې هېڅکله غلي نه کېنو، سره له دې چې زموږ اعتراضونه څو څو ځله ځپل شوي، خو بیا هم په سر پټو ځایونو کې اعتراضونه کوو. له نړۍ غوښتنه کوو چې د ښځو پر وړاندې یو سختدریځه ډلې ته مشروعیت ورنه‌کړي او امریکا باید هغه دوه مخی سیاست ودروي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې کوي او دغې ډلې ته په اوونۍ کې څلوېښت میلیونه ډالره مالي مرسته ورکوي."


خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې په څو ځلې ویلي چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره نقدي مرستې د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې کوي.


هاجره چې په دې اعتراضیه غونډه کې يې برخه اخيستې وه وايي، که طالبان له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بنديزونه هم لرې کړي، دوی نه غواړي چې طالبان په افغانستان حکومت وکړي.


نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان خلکو ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي، که ښځو ته ازادي ورکړي، که پوهنتونونو هم پرانېزي، که دوی د خپلې خوښې سره سم دا شرایط بدل هم کړي، موږ یې نه منو."


يادې معترضې مېرمنې له امریکا غواړي چې په اوونۍ کې د ۴۰ میلیونو ډالرو د استولو بهیر ودروي.


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولري، خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


دغو مېرمنو په داسې حال کې یو ځل بیا په یو سرپټي ځای کې د طالبانو د حکومت او د دوی د کړنو پر ضد اعتراض وکړ چې د طالبانو حکومت په خپلې وروستۍ پرېکړه کې د ښځو د سینګارتونونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.


یو شمېر نورو معترضه مېرمنو بیا د شنبې په ورځ د 'افغانستان د ښځو د پیوستون' غورځنګ تر نامه لاندې په یوه اعتراضه غونډه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د ښځو د سینګارتونو په تړاو یې کړې وغندله.


دوی ویلي وو، چې طالبانو د دغو بندیزونو په لګولو سره افغانستان د ښځو لپاره په تیاره زندان بدل کړی دی.


د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو ترڅنګ په ټولو غیردولتي او ډېریو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او نجونې یې منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده‌کړو منع کړي دي.


معترضې مېرمنې وايي، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار بندیز د هغو ښځو له دسترخوانونونه څخه د ډوډۍ اخیستل دي چې د خپلو کورنۍ مشري کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *