د اسرایيل صدراعظم په روغتون کې بستر شوی
د اسرایيل صدراعظم په يو روغتون کې بستر شوی، خو وضعيت يې ډاډمن ښودل شوی دی.
د اسراییل حکومت وايي چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبې د جولای ۱۵مه، په وجود کې د اوبو د کمښت په نتیجه کې د سرګرځېدو له کبله په روغتون کې بستر شوی خو وضعیت یې ډاډمن دی.
۷۳ کلن نتنیاهو په یوه ویډیويي پیغام کې چې د دې هېواد پر تلوېزیون خپور شو ویلي دي، چې د خدای شکر پرځای کوي او ښه احساس لري.
د اسراییل صدراعظم زیاتوي چې د جمعې په ورځ د سختې تودوخې په حال کې چې تودوخه د سانتي ګراد ۴۲ درجو ته لوړه شوې وه رخصتۍ ته تللی و.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې نتنیاهو روغتون ته د تلو په حال کې په سد و او په خپله عاجلې څانګې ته ولاړ.