افغانستان له بنګلهدېش سره د کرکټ دویمه شل اوریزه سیالي کوي
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې نن په خپلو کې دویمه شل اوریزه سیالي وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغانستان هیلهمن دی نننۍ لوبه وګټي.
هعه ازادي راډیو ته وویل: "نړیوال او کورني روزونکي همالته له لوبډلې سره دي، پر خپلو ستونزو یې کار کړی دی. نننۍ لوبې ته کافي چمتووالی شته. هیله مو دا ده چې نننۍ لوبه به د افغانستان په بریا پای ته ورسېږي."
د بنګلهدېش په کوبه توب دغه سیالي د کابل پر وخت د مازیګر څلورنیمې بجې پیلېږي.
بنګلهدېش تېره جمعه له افغانستانه لومړۍ شل اوریزه سیالي په دوو ویکټو وګټله.
خو افغانستان توانېدلی له بنګلهدېش د نړیوالو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ وګټي.