Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قلم لار ټولنه: ویسا یې ځکه زنداني ساتلی چې ولې یې پر نیول کېدو زیات غبرګونونه ښودل شوي

د قلم لار ټولنې غړو، چې مشر یې مطیع الله ویسا له نږدې څلورو میاشتو راهیسې، د طالبانو په زندان کې دی، د نوموړي پر وضعيت اندېښنه ښودلې ده.


دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې ویسا له څه کم څلور میاشتو راهیسې له کوم جرم پرته، د طالبانو د حکومت په زندان کې ساتل شوی او د قضیې په اړه یې وضاحت نه دی ورکړل شوی.


دا اعلامیه، چې د دوشنبې په ورځ ناوخته خپره شوې، په کې ویل شوي چې طالبانو یوازې په دې جرم ویسا تر اوسه په زندان کې ساتلی، چې ولې یې په نیول کېدو پراخ غبرګونونه وښودل شول.


د قلم لار ټولنې په اعلامیه کې ادعا شوې چې مطیع الله ویسا تر ډېره په نامعلومو ځایونو کې ساتل شوی او اوس د طالبانو د استخباراتو له ریاست څخه د کورنیو چارو وزارت توقیف خونې ته لېږدول شوی.


د طالبانو حکومت، د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا پر خپل ټوېټر د کورنیو چارو وزارت توقیف خونې ته د ښاغلي ویسا لېږدول رد کړي دي.


د قلم لار ټولنې یوې غړې مرضیې حفیظ ازادي راډيو ته وویل، دوی د طالبانو له حکومت څخه د مطیع الله ویسا د برخلیک معلومول او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوي.


نوموړې وايي: "زموږ هیله او غوښتنه له طالبانو همدا ده چې د ویسا برخلیک معلوم کړي، د هغه د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي، ځکه په دومره موده کې په هغه کوم جرم نه دی ثابت شوی او نه ویسا کوم سیاسي کس و، چې فعاليت یې کړی وي. هغه له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې له خپلو همکارانو سره د افغان ماشومانو د زده کړو لپاره غږ پورته کړی او فعاليت یې کړی."


د قلم لارې ټولنه زیاتوي، په تېرو دوو اخترونو کې د مطیع الله ویسا کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له هغه سره ټلېفوني یا مخامخ خبرې وکړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم د ښاغلي ویسا د نیول کېدو په مهال ویلي وو، چې نوموړی یې د خپلسره او دولت ضد کړنو له امله نیولی دی، خو تازه یې د د قلم لارې ټولنې د اندېښنو او غوښتنو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.




په وروستیو کې د ملګرو ملتونو او بښنې نړيوال سازمان په ګډون ګڼو نړيوالو بنسټونو د مطیع الله ویسا د ازادېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو لا هم نوموړی په بند کې ساتلی.


د بشري حقونو د بنسټونو د ادعاوو پر بنسټ، د طالبانو په څه کم دوه کاله واکمنۍ کې ، ګڼ سیاسي او مدني فعالان، لیکوالان، خبریالان او پخواني حکومتي کارکوونکي او سرتېري د دوی له لوري زنداني شوي دي،


له دې ډلې مطیع الله ویسا،  شاعر حسیب احراري، خبریال مرتضی بهبودي، لیکوال رسول پارسي او یو شمېر نور فعالان لا هم د طالبانو په زندان کې دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم تېره ورځ د طالبانو له لوري په خپلسري ډول د خبریالانو او فعالانو په نیولو اندېښنه ښودلې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *