Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له نجونو پرته د کانکور پیل؛ رینا امیري: طالبان دې هېواد او خلکو ته پر خپلې اېډیالوژۍ لومړیتوب ورکړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو وغوښتل، چې د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي.


نوموړې په دغه ازموېنه کې، د افغان نجونو د ګډون د غوښتنې ملاتړ کړی او ویلي:د افغان نجونو بریا، د افغانستان بریا ده.


رینا امیري زیاتوي، چې د نجونو د زده کړو دوام، هغوی ته د نفقې برابرولو، اقتصاد او راتلونکي د ښه والي لامل کیږي.


بلخوا: په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې د طالبانو ورستۍ پریکړه غندلې او ادعا یې کړې چې طالبان په دغه ډول کړنو سره د نجونو د ښوونځیو د دروازو د بیا پرانیستې اراده نه لري.


ددغه کمپاین لخوا په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د زده کړو په اړه ولس ته ښکاره ځواب وړاندې کړي.


د یاد کمپاین استازي خوشحال روهي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " د طالبانو له دغې پریکړې داسې ښکاري، چې د ښځو د تعلیم او حقونو سره دښمنۍ ته دوی کار ویلی دی.زه د کمپاین په استازولۍ په زغرده وایم چې د نجونو تعلیم سره کرښه ده او که هر څوک له دې کرښې اوړي په څرګند ډول له ملت سره د دښمنۍ اعلان کوي. "




د طالبانو دحکومت د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ومنله، چې په سږني کانکور ازموینه کې به نجونې د ګډون اجازه ونه لري.


دطالبانو دغې پریکړې هغه افغان نجونې چې له دولسم ټولکي فارغې شوي نهیلې کړې دي.


ددوی له ډلې یوه هم تهمینه چې د کابل ښار اوسیدونکې ده.


هغې ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو په نجونو یو نوی محدویت وضع کړی چې دوی نشي کولای په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي، زه دې یوې افغانې نجلۍ په صفت د دې تصمیم سره ډیره مایوسه شوې یم، ځکه چې موږ ټولو هیله لرله،چې د افغانستان لپاره خدمت وکړو، زموو کورنیو په موږ باندې ډیر زحمت ویستلی دی، ډیر نجونې په روحي او رواني ستونزو باندې اخته شوي دي. "


  د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموينې بهير نن پنجشنبه د افغانستان په ۱۱ ولايتونو کې د نجونو له شتون پرته پيل شو.


د کانکور د سږني ازموينې په لومړۍ دوره کې باميان، دايکندي، غور، فارياب، جوزجان، پکتيا، خوست، لوګر، بغلان، سرپل او تخار ولايتونه شامل دي .


طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې تړلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *