Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امربالمعروف وزارت د موسېقۍ الې سوزولي؛ هنرمندان: افغانستان نور زموږ ځای نه دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت لخوا د موسېقۍ د یو شمېر الو له سوزولو وروسته، یو شمېر افغان هنرمندان وایي د طالبانو چلند هېواد پرېښودو ته اړ وېستي دي.


 د طالبانو امر بالمعروف وزارت، د چهارشنبې په ورځ په یوه تویټ کې د موسیقۍ الو د سوځولو د انځورونو په خپرولو سره ویلي، دغه وساېل "د موسیقۍ او فساد دترویج لپاره کارول کېدل".


دغه وزارت، د همدې ټویټ په دوام لیکلي، د موسېقۍ یادې الې یې له  څو میاشتو راهیسې له بېلابېلو پروګرامونو چې د یاد وزارت په وینا "د ځوان قشر د بې‌لارۍ ذریعه او د ټولنې د خرابوالي لامل ګرځېدلي و، راټول او د شریعت د حکم پر اساس‌یې تخریب او له‌منځه یوړل".


د طالبانو حکومت له‌خوا د موسیقۍ د الو ماتولو او سوځولو د یو شمېر افغان هنرمندانو او د موسېقۍ د غږوونکو غبرګونونه راپارولي دي.


د موسېقۍ د یوې الې غږوونکی چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله‌یې په راپور کې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان نور د هنرمندانو ځای نه‌دی.


دی زیاتوي: "زه هېڅ څه نه‌شم ویلی، دا چې اوس دوی راغلي او شریعت‌یې جاري کړی، موږ همدومره وایو چې موږ لس دولس زره هنرمندان له ۱۱ یا ۱۳ ولسوالۍ او ولایتونو یو، موږ ټول راټولېږو او ځو، موږ د له افغانستان وباسي، نور موسیقي په افغانستان کې ختمېږي، موږ  ټول ځو که پاکستان یا هر ځای وي."




په ورته وخت کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیټیوت مشر ناصر سرمست ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان په نړۍ کې یوازینی له موسیقۍ پرته او له چوپتیا ډک هېواد دی:


سرمست وویل:"د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په څېر موسیقي په افغانستان کې قطع شوې او د افغانستان خلک د موسیقۍ له ټولو پنځو حقونو څخه محروم شوي چې د موسیقۍ زده کړه، د موسیقۍ اورېدل، د موسیقۍ په خپرونو کې ګډون، د موسیقۍ له لارې کار او ژوند او د موسیقۍ د خپرولو، تکثیر او ټولنې ته د موسیقۍ شریکول دي او افغانستان په نړۍ کې یوازنۍ له چوپتیا ډک هېواد دی."


ښاغلی سرمست ادعا کوي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشت کې واک ته له بیارسېدو وروسته، د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوت او د افغانستان د موسیقۍ د راډیو ټلوېزیون د موسیقۍ د تولید ریاست د موسیقۍ الات له‌منځه وړي دي.


د هغه په خبره، دغو دوو فرهنګي بنسټونو په افغانستان کې د موسیقي د بیارغونې او ودې مسؤلیت درلود.


په ورته وخت کې افغان سندرغاړی ویاند هنرجو ازادي راډیو  ته وايي چې طالبان د موسیقۍ د الاتو په ماتولو سره نه‌شي کولای په افغانستان کې دا فرهنګ له‌منځه یوسي.


هغه زیاته کړه: "طالبان نه‌شي کولای د تبلې یا هارمونیې په ماتولو سره د یو هېواد فرهنګ له‌منځه یوسي، په ټوله نړۍ کې یو درسي مضمون‌یې موسیقي ده، طالبان ړانده فکرونه لري، زه د یوه هنرمند په توګه هر څه مې چې له توان کېږي خپل هېواد ته‌یې کوم."




پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته تر دې مخکې هم د طالبانو له‌خوا د موسېقۍ د وسایلو د ماتولو او د هنرمندانو د ځورولو راپورونه او وېډیوګانې خپرې شوې دي.


طالبانو، د خپلې بیاواکمنۍ له پیل راهیسې موسیقي حرامه ګڼلې او په خواله رسنیو کې یې پر خپرولو بندیز لګولی.


دوی په وروستیو کې امر کړی، چې په ودونو کې دې هم د موسېقۍ له غږولو او اورېدو ډډه وشي.


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته ډېر هنرمندان پر دوی د بندیزونو، امنیتي ستونزو او بې‌کارۍ له امله له افغانستانه وتلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *