د مقاومت ملي جبهې په درېيو حملو کې د درېيو طالبانو د وژلو ادعا کړې
د مقاومت ملي جبهې په درېيو حملو کې د درېيو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.
دغې جبهې پرون په يوه اعلاميه کې ويلي دا حملې په نورستان ، لغمان او ننګرهار کې شوي دي.
د اعلاميې له مخې په دغو درېيو حملو کې يو طالب وسله وال ټپي شوی هم دی.
د طالبانو حکومت د دې موضوغ په باب کومه تبصره نه ده کړې.