د اوکراین ولسمشر: له روسي ځواکونو څخه مو خپل یو کلی بېرته نیولی
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون ویلي، د دوی سرتېرو په دونیڅک کې یو کلی بېرته نیولی دی.
هغه د دغو سرتېرو دا بریا په خوښیو سره لمانځلې ده.
په هغه ویډیو کې چې زلینسکي پر ټولنیزو شبکو خپره کړې ویلي، ستارومایورسکي کلی د ۳۵مې لېوا له خوا بېرته نیول شوی دی.
خو د دغې ویډیو کره والی سم د لاسه په خپلواک ډول نه دی تایید شوی دی.
دغه کلی چې د استوګنې د یوې ساحې په جنوب کې پروت دی، د هغو ځوابي عملیاتو پر مهال نیول شوی، چې اوکراین د جون میاشتې په لومړیو کې پیل کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي دا منلې چې دغه عملیات د تمې خلاف ورو مخ ته روان دي، خو د چهارشنبې په ورځ یې ویلي وو، چې یو ښه خبر لري چې شریک به یې کړي.