د هپټایټس یا زیړي نړیواله ورځ؛ تر نهه سوو زرو ډېر افغانان پرې اخته دي
نن د هپټایټس یا زیړي نړیواله ورځ ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر، افغانستان کې پر دې ناروغي د اخته کسانو ارقام خپاره کړي دي.
د دې سازمان د ټویټ په اساس، په افغانستان کې څه باندې شپږ لکه او اته زره کسان په هپټایټس بي یا تور زیړي او شاوخوا درې لکه او شل زره نور بیا په هپټایټس سي یا زیړ زیړي اخته دي.
هپټایټس یو ډول ساري ناروغي ده چې بدن ته له داخلېدو وروسته مستقیماً په ځیګر اغېز کوي.
دا ناروغي د ټپونو، د ناروغ د غاښونو د بورس او مسواک د کارولو، د پیچکارۍ د بیا کارولو او هغو وسایل له لارې انتقالېږي چې ناروغ کس استمعال کړي وي.