د منځنۍ اسیا سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دویم مقام خپل کړ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د دویم مقام په خپلولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون پرون په خپل فېسبوک کې لیکلي چې افغانستان د ترکمنستان په ماتولو سره دغه مقام خپل کړ.
افغانستان په دې لړ کې پنځه مسابقې وکړې چې درې یې وګټلې، یوه یې مساوي شوه او یوه یې وبایلله.
د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالۍ د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ په دوشنبې ښار کې وشوې.