په پېکېنګ کې د سېلابونو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي
د چین په پلازمېنه کې په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو د لږ تر لږه ۱۱ کسانو ژوند اخیستی دی.
د پلازمېنې پېکېنګ د هواپېژندنې ادارې نن وویل چې دا په تېرو ۱۴۰ کلونو کې تر ټولو سخت ورښتونه دي.
د چین دولتي تلوېزیون او راډیو پرون خبر ورکړ چې د دې بارانونو له امله لږ تر لږه یولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دوه تنه یې کارګران وو چې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال مړه شول.