د افغانستان د تکواندو لوبغاړو د پنځو هېوادونو لوبغاړو ته ماتې ورکړې
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د کوریا په نړیوالو ازادو سیالیو کې تر دې دمه د امریکا، عراق، جنوبي کوریا او ګووام لوبغاړي مات کړي دي.
د تکواندو فدراسیون د معلوماتو په اساس په دویم وزن ۵۸ کیلو کې محسن رضايي خپل امریکايي سیال په دوو رونډو کې مات کړ او کوارټرفاینل ته یې لار پيدا کړه.
محسن رضايي د اسیا اتل دی.
حکمت الله زین په ۶۸ کیلو وزن کې عراقی لوبغاړی مات کړ او دی هم کوارټرفاینل ته ووت.
رامین امیني په ۵۴ کیلو وزن کې خپل کوریايي سیال مات کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار پيدا کړه.
رامش حسیني هم په اتیا کیلو وزن کې خپل سیال چې د ګووام وو مات کړ او نیمه پایلوبې ته ولاړ.
د جنوبي کوریا په کوربه توبه د 'کیم اونیونګ' نړیوالې ازادې لوبې له نن اګست درېیمې پيل شوي چې پهکې د څه باندې دېرشو هېوادونو ۲۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې.
له افغانستانه اتو لوبغاړو په دې لوبو کې ګډون کړی دی.