رباني کهر: د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي
د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیرې حنا رباني کهر ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي او په دې اړه یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شواهد شریک کړي دي.
د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي.
حنا رباني کهر پرون له یوه پاکستاني تلوېزیون آج سره په مرکه کې وویل، د بریدګرو له تابعیت څخه ښکاري چې افغانان دي.
هغې وویل: "شواهد تابعیت دی، په ډېرو پېښو کې موږ ځانګړي شواهد لرو چې شریک کړي مو هم دي. زه دا وایم چې د دې پېښو شا ته افغانان دي."
اغلې کهر په خپله مرکه کې ادعا کړې چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې هغه افغانان هم لاس لري چې په روغتیايي ویزو دې هېواد ته ورغلي دي.
خو تر دې مخکې د پاکستاني چارواکو د ورته ادعا په ځواب کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي و، داسې شواهد نهشته چې افغان کډوال دې د پاکستان په ناامنیو کې لاس ولري.
حنا رباني کهر همدا شان ویلي چې په افغانستان کې د حکومت له بدلېدو وروسته په پاکستان کې د بریدونو شمېرې ډارونکې دي.
په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم شبهاز شریف هم د پوځ له مشر سره پېښور ته له سفر وروسته پرون په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د جولای په ۱۲مه د بلوچستان ایالت پر یوې پوځي چاوڼۍ برید کې افغانان ښکېل وو او ویلي یې دي چې په یاده پېښه کې وژل شوي بریدګر د کندهار ولایت اوسېدونکي دي.
په اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي، د هغو ترهګرو مخه دې ونیسي چې له پولې بهر ترهګریز بریدونه کوي.
دا پاکستاني چارواکي داسې مهال د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو د ښکېلتیا خبره کوي چې تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر او د پوځ د مشر په ګډون ځینو نورو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت تور لګولی و چې د پاکستاني طالبانو د تحریک پر وړاندې چې په افغانستان کې فعال دي او له دې هېواد څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، اقدام نه کوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د وروستیو ادعاوو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې مخکې طالب چارواکو دا ادعاوې رد کړې چې ګوندي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.
دغه شان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم مخکې له پاکستان څخه غوښتي وو چې د افغانانو د ملامتولو پر ځای دې خپل امنیتي تدابیر ښه کړي.
پاکستاني چارواکو داسې مهال د دې هېواد په ناامنیو کې د طالبانو حکومت او افغانانو ته ګوته نیسي چې په وروستیو کې په دې هېواد کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې او په وروستي خونړي برید کې چې د تېرې یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ګوند په یوې غونډې وشو او داعش ډلې یې مسولیت ومانه، ۶۳ تنه په کې ووژل شول.