داعش ډله پاکستان او افغانستان ته څومره لوی خطر دی؟
د داعش خراسان څانګې د باجوړ د ځانمرګي بريد پر دويمه ورځ په پښتو ژبه یو وړوکی کتاب خپور کړ چې ۹۲ پاڼې لري او پکې یې پر جمعيت علمای اسلام نيوکې کړې دي. په کتاب کې ليکل شوي چې د باجوړ بريد د هغو ګوندونو او سازمانونو د "مايوسۍ او سزا" ورکولو لپاره د يو تاکتيک په توګه پلان شوی وو