د پاکستان چټک توپ اچونکي 'وهاب ریاض' نړیوال کرکټ پرېښود
د پاکستان کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي وهاب ریاض نن اعلان وکړ چې نور نه غواړي په نړیوال کرکټ کې ولوبيږي.
ریاض په خپل ټویټر له نړیوال کرکټ څخه د خپل تقاعد خبر خپور کړی دی.
نوموړي ویلي: "له یوه نه هېرېدونکي سفر وروسته مې پرېکړه وکړه چې له نړیوال کرکټ تقاعد واخلم."
وهاب ریاض د پاکستان کرکټ بورډ، خپلې کورنۍ، روزونکو او د خپل ټیم له لوبغاړو مننه کړې چې د ده په باور ډېره مرسته یې ورسره کړې وه.
۳۸ کلن وهاب ریاض په ۲۷ ټېسټ، ۹۱ یو ورځنیو او ۳۶ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان استازولې کړې وه چې ټولټال یې ۲۳۷ ویکټې اخیستې وې.
د ویلو ده چې هغه اوسمهال په سوداګریزو شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ په اکثرو لیګونو کې لوبېږي چې تر ۴۰۰ زیاتې ویکټې یې اخیستې دي.