د مسکو هوایي ډګر د اوکراین د یوې بې پیلوټه الوتکې د لوېدو له امله ځنډ سره مخ شو
د روسیې دفاع وزارت وویل، چې د اوکراین رژیم سهار وختي شاوخوا څلور بجې د بې پېلوټه الوتکې په وسیله برید وکړ.
دا الوتکه، د مسکو ښار له مرکزه څو کیلومتره لېرې پر یوه ناهستوکنه سیمه د یوه نندارتون پر ودانیو ولوېده.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې بې پېلوټه الوتکه یې ویشتې ده.
اوکراین تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.