پاکستان: پنجاب کې ترافیکي پېښې لږ ترلږه ۱۸ تنه مړه کړي
پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۸ تنه مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، نن سهار له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان بس له یوه باري موټر سره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په بس کې ۳۳ تنه سپاره وو.