فرانسه په دولتي ښوونځیو کې پر عباية جامو بندیز لګوي
فرانسه په پام کې لري چې په دولتي ښوونځیو کې پر عباية جامو بندیز ولګوي.
د دې هېواد د پوهنې وزیر جبرییل عطل پرون یکشنبې وویل چې دغه جامې چې یو شمېر مسلمانې ښځې یې اغوندي، د فرانسې د پوهنې په اړه د سکولاریزم له سخت قانون سره په ټکر کې دي.
هغه د فرانسې 'ټي ایف1' تلوېزیون ته وویل چې نور به په ښوونځیو کې د عباية جامو اغوستل امکان ونه لري.
هغه زیاته کړه، دی مخکې له دې چې راتلونکې میاشت زده کوونکي بېرته ټولګیو ستانه شي، په ملي کچه مقررات چمتو کړي.
د نوموړي په خبره سیکولاریزم د ازادۍ یعنې د ښوونځي له لارې د ځان د خلاصون په معنی دی.
په فرانسه کې ښي اړخي سیاسي ګوندونو د دغه بندیز لپاره فشارونه زیات کړي، خو کین اړخي بیا استدلال کوي چې دغه بندیز به مدني آزادۍ تر پښو لاندې کړي.