ډېنګي تبه څه ډول ناروغي ده او څنګه یې مخنیوی شونی دی؟
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر ډېنګي تبې او عمومي صحي مسلو غږېدلي یو. ډېنګي تبه یوه وایرسي ناروغي ده چې د یوه ځانګړي ډول ماشي له چیچلو خپرېږي. د خپرونې په لومړۍ برخه کې د دې ناروغۍ پر خپرېدو، علاماتو، تشخیص او ورڅخه د ځان ساتلو په اړه اورئ او په دویمه برخه کې پر عمومي روغتیايي ستونزو ستاسې پوښتنې درځوابوو. بشپړه خپرونه واورئ.