تخنیکي ستونزې؛ بریتانیا ته الوتنې له خنډ سره مخامخ شوي
د بریتانیا د هوايي ترافیک په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له کبله دغه هېواد ته الوتنې له خنډ سره مخامخ شوي دي.
د بریتانیا حکومت پرون سې شنبې وویل چې د هوايي شرکتونو په همکارۍ هڅه کوي چې هغه مسافر ژر بېرته خپل هېواد ته راولي چې په هوايي ترافیک سیستم کې د رامنځته شوي خنډ له کبله په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې بند پاتې شوي دي.
اټکل کېږي چې په بریتانیا کې د الوتنو په سیستم کې رامنځته شوې ستونزه څو ورځې نور دوام وکړي.
دا ستونزه په داسې حال کې پېښه شوې چې په اروپا کې د دوبي رخصتۍ په پای ته رسېدو دي او پر الوتکو او هوايي ډګرونو تر بل هر وخت بیروبار زیات شوی دی.