ملګرو ملتونو څه باندې ۸۰ زره افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته کړې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸۰ زره افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې ده.
دې ادارې پرون سې شنبې پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د نغدو پیسو مرسته میندو او پلرونو ته امکان برابروي چې هر هغه څه چې ماشومان او کورنۍ یې ورته اړتیا لري، رانیسي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، دوی د روان ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې تر ۸۰ زره ۶۰۰ ډېرو اړو افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې څو د کور ضروري شیان پرې واخلي.