پنټاګون: په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونه د ګواښونو د له منځه تلو پورې پاتې کېږي
د امریکا د دفاع وزارت وایي، په منځني ختیځ کې به امریکایي ځواکونه تر هغو پاتې شي چې په سیمه کې ګواښونه له منځه نه وي تللي.
د پنټاګون مرستیال ویاندې سبرینا سېنګ پرون سې شنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په زرګونو امریکایي سرتېري چې اوس په منځني ختیځ کې دېره دي، په سیمه کې به تر هغو پاتې شي چې د ایران له خوا ګواښ له منځه نه وي تللی.
هغې زیاته کړه، دغه ځواکونه به تر هغو پورې هلته پاتې شي چې اړتیا یې وي.
هغې د دې پوښتنې په ځواک کې چې ایا په سوریه یا عراق کې د امریکایي سرتېرو یا په هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د ایران په ګواښونو کې کوم کموالی راغلي کهنه، وویل چې: "موږ په وروستیو څو اوونیو کې د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د یو شمېر هغو ډلو د ځورونې شاهدان وو چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب قدس ځواکونه یې ملاتړ کوي."
د راپورونو له مخې په اوس وخت کې په عراق کې د دېره امریکایي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو او د سوریې په شمال کې شاوخوا نهه سوه سرتېرو ته رسېږي.