Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

السيس موسسه: په افغانستان کې به د تاریاکو د زېرمو له ختمېدو سره د تاریاکو کښت بیا پيل شي

السيس موسسې ويلي چې په افغانستان کې به بیا کوکنار وکرل شي، دې موسسې سږکال په لومړیو کې ويلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو اوس وايي چې د طالبانو حکومت د خپل مشر فرمان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی عملي کړی.


السيس برتانوۍ موسسې سږکال د جوزا په میاشت کې د خپلې سروې پايلې اعلان کړې او ادعا يې وکړه چې یوازې د افغانستان په یوه ولایت کې د کوکنارو کښت له یوه لکو هکټارو څخه تر زرو هکټارو کمو ځمکو ته راټيټ شوی دی.


اوس د دې موسسې تحليلګرانو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د تحليل له مخې ويلي چې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د خپل مشر فرمان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی عملي کړی.


د دې موسسې په تازه تحليل کې راغلي، که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو فرمان په هلمند ولایت کې په جدي ډول عملي کړی، خو په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې يې جدي اقدامات نه دي کړي او په بدخشان ولایت کې تر پخوا ډېر کوکنار کرل شوي دي.


د السيس موسسې تحليلګر ډيويډ منسفيلډ ليکلي چې بزګرو ته د بديل کښت نه ورکول، د بې‌وزلۍ ډېروالی او قاچاق کوونکو د تاریاکو د زېرمو ختمېدل هغه عوامل دي چې په راتلونکو کلونو کې به د طالبانو د مشر د فرمان عملي کول ستونزمن کړي.


ډيويډ منسفيلډ ليکي: "په دوهم کال کې به د کوکنارو د کښت منع کول له خطرونو سره تړلي وي، څرنګه چې د کوکنارو د کښت منع کول یو ديني حکم دی، د طالبانو د مشر لپاره به يې عملي کول ګران کار وي. په حقيقت کې په ځينو سيمو کې خلکو او خپله طالبانو دا حکم نه دی عملي کړی او آن دا چې کېدای شي په ځينو برخو کې د طالبانو مشران له دې حکم سره مخالفت وکړي، ځکه د کوکنارو د کښت منع کولو اقتصادي پايلې ډېرې ستونزمنې دي."


د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ شمسي کال د حمل په میاشت کې د کوکنارو کښت منع کړ او اوس چې یو کال تېر شوی، د طالبانو حکومت د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د خپلواک راپور پرته د بهرنیو بنسټونو د راپورونو له مخې وايي چې د خپل مشر فرمان يې په بریالیتوب سره عملي کړی دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي چې دوی د نړیوالو پر وړاندې د نشه يي موادو خطر له منځه وړی دی.


هغه وویل: "هره مسئله چې نړۍ ته يې اندېښنه پيدا کړې وه، که نشه يي مواد دي موږ يې کښت صفر ته راټيټ کړی دی، که د امنيت مسئله ده موږ په سلو کې سل امنیت راوستلی دی، تر دې ها خوا ته مسایل زموږ کورني مسایل دي."


د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره داسې مهال د بریالیتوب ادعا کوي چې د امریکا متحده ایالتونو تازه ويلي، د کوکنارو د کښت کمولو په اړه د راپورونو هرکلی کوي، خو دوی دا اندېښنه لري چې په افغانستان کې د تاریاکو قاچاق او کیمیاوي نشه يي موادو جوړول دوام لري.


د امنيتي مسایلو تحليلګر اسدالله نديم باور لري چې د نشه يي موادو د مشکل جديت ته په کتو سره، په نژدې راتلونکي وخت کې د دې ستونزې حل امکان نه لري.


ندیم وویل: "په افغانستان کې د نشه يي موادو مسئله ډېره پېچلې ده، په عادي تدابيرو سره له دې پديدې سره مبارزه نه شي کېدای، البته نشه يي مواد له منځه وړل کېدای شي، خو په مخ کې يې ډېر خنډونه شته او دا ډېر ګران کار دی."


په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په بدل کې له نړیوالې ټولنې څخه د مالي او تخنيکي مرستو غوښتنه کوي، السيس موسسه خبرداری ورکوي چې ښايي د طالبانو حکومت د بهرنیانو ملاتړ نه کول پلمه وګرځوي او د کوکنارو کرلو ته بیرته اجازه ورکړي.


د راپور د غږیزې بڼې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:




-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *