ملګري ملتونه په فاریاب کې له څه باندې ۳۰۰ کسانو سره مرسته کوي
دغې ادارې نن د عابدې په نوم د یوې ۴۵ کلنې بېځایه شوې کونډې عکس هم خپور کړ چې ۷ ماشومان لري او اوس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ په مرسته توانېدلې د چرګو د هګیو په خرڅولو سره عواید ترلاسه کړي.
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی دی.