د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رييس په ترافيکي پېښه کې ټپي شو
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک ريیس ملا هدایت الله بدری ټپي شوی او موټر چلوونکی یې مړ شوی دی.
بدری د طالبانو په منځ کې مهم کس ګڼل کېږي.
نوموړی تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر و.